
دشهیـــــد طاهـــر داوړ اخری لیکلے غزل کور مې وران شو، در مې وران شو، ګودر وران شو سر مې وران شو، سر د پاسه مې سر وران شو سحر وران شولو، رنګینې نغمې ورانې ماښام وران شو، ګل ورین مازیګر وران شو هر طرف ته دي ویرونه ژړاګانې پۀ څپېړو مې د پېغلو ځیګر وران شو زۀ طاهر خپلې ګناه نه خبر نۀ شوم ځان مې وران، جهان مې وران شو، لښکر وران شو! ~~~~~~~~~ ~~~~~~~~ ~~~~~ ~~~ ~~ ~