د روژه ماتې وخت کي راشه

2line Very Sad pashto sms Poetry

===================
 د روژه ماتې وخت کي راشه





په روح افزا لړلي خوله به درکوومه
 تراوېح ته کړې ستړي زه شم



ستړی مُلا کړې چې په ورو ورو یې کوینه
 هله زر شه دغه سپینه خوله دې راکړه

بیا خو نه کیږي روژه راباندې راغلــه
 کہ پہ روژہ کی جانان راغلی



روژہ بہ خورم جانان بہ نہ خفہ کومہ
: ‏جينکۍ ښې دي دمه وکړي



غرق هلکان دي روژه ټوله ونیسينه:
 ما مې لالی اموخته کړی



خدایه روژه کې به یې څوک منع کوینه
 ماته د ټال زانګل رایاد سول



ځکه مې ستا زلفو ته واچول لاسونه
‏په روژه وږې، تږې نه يم




ما ځوروي د یار نازک نازک خويونه
سمه غرمه کی په خندا شوی






تر روژه ماتی به ځان څنګه وساتمه

Comments

Popular posts from this blog

Pashto sad sms | Pashto Poetry sms | Pashto romantic sms

Pashto Poetry sms | Pashto sad sms Poetry | Pashtoon language

Asma ikhlas sms poetry 2 line sad sms pashto poetry